
پېښور ۔ 09 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په عراق كښې د قرات په نړيواله مقابله كښې اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكي د مانسهرې ضلعې حافظ قاری محمد ابوبکر ته د نهې په ورځ ګورنر هاؤس ته د راتللو خصوصي بلنه وركړه او ده سره يۍ ملاقات وكړو۔ګورنر قاری ابوبکر ته په نړيواله مقابله كښې د هېواد او قام نامې په روښانه كولو او د اولني پوزيشن په ترلاسه كولو توصيفي سند او نغد انعام وركړو۔ د پېښور مېئر حاجی زبیرعلی، د حافظ قاری محمد ابوبکر والد محترم ثاقب ظهیر او قاری احمدعلی هم ده سره وو۔ ګورنر حافظ قاری محمد ابوبکر او د دوئي پلار ته مباركي وركولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره يو درناوې دې۔ قاري محمد ابوبکر دې څخه وړاندې په ايران كښې د قرات په نړيواله مقابله كښې دويم پوزيشن ترلاسه كړې وو۔ ګورنر په دې موقعه قاري محمد ابوبكر ٬ دده مور او پلاور او استاذانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د حافظ قاری محمد ابوبکر پلار ګورنر هاؤس ته په بلنه د د دوئي په ډاډګيرنه كولو د ګورنر مننه وكړه۔