اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) په اېشين انډر 15 بېس بال چېمپئن شپ كښې به پاكستان خپل څلورم مېچ به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د جاپان په ضد كوي۔ په دې چېمپئن شپ كښې د 6 هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاكستان٬ جاپان٬ كوريا٬ تائيوان٬ هانګ كانګ او فلپائن لوبډلې شاملې دي۔ پاكستان به خپل څلورم مېچ ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د جاپان په ضد كوي٬ دغسې خپل پنځم مېچ به د نومبر په 5مه نېټه د هانګ كانګ په ضد كوي۔