هېواد لپاره قربانۍ وركوونكي خلق زمونږ د سرونو تاجونه دي۔د قامي اسمبلۍ غړے جمال رئيساني

كوئټه 08 اپرېل (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني وئېلي دي د هېواد لپاره قربانۍ وركوونكي خلق زمونږ د سرونو تاجونه دي٬د هغوي قربانۍ به په هېڅ صورت بې ځايه نه ځي٬د شهيدانو كورنۍ چې كومو مسئلو سره مخ دي٬د هغې هر څه اندازه لرو٬زمونږ هڅه ده چې د دوي مسئلې زر تر زره حل كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان شهيدانو فورم لخوا د چيكونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔په دې موقع د شهيدانو كورنيو پشمول د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند هم موجود ؤ ۔دغسې د شهيدانو فورم پيټران ان چيف او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د شهيدانو 14 كورنيو ته چيكونه وركړا۔ده ووئيل زمونږ تنظيم د شهيدانو كورنيو لپاره شپه ورځ كاركوي٬د شهيدانو كورنيو لپاره به په هر فورم غږ پورته كوو٬زمونږ هڅه ده چې د بلوچستان حكومت سره په ګډه د شهيدانو كورنيو سره كار وكړو۔