باجوړ 07 اپرېل (اے پي پي) ضلع باجوړ كښې تيره شپه بمي چاؤدنه كښې د شهيد شوې پولیس اهلکار اے اېس آئی بخت ذادہ د جنازې لمونځ پولیس لائن باجوړ كښې سرکاری اعزاز سره ادا كړې شوي۔ د جنازې لمونځ كښې کمانډنټ باجوړ سکاؤټس برګیډئیر محسن جاوید، ډسټرکټ پولیس آفیسر باجوړ سجاد احمد، سول انتظامیې افسرانو ، پولیس افسران او نورو بيل مکاتب فکر کسانو ګډون وكړو۔د شهيد اهلكار مړے د پولیس سپیشل سکواډ د پلار نيكه كلي ته يوړلو چرته به چې سرکاری اعزاز سره خاور ته سپارلې شي۔