علی ٰامین ګنډاپور لکی مروت كښې د پولیس په ګاړی د نامعلومو كسانو د ډزو غندنه وكړه

پېښور 06 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی ٰامین ګنډاپور لکی مروت كښې د پولیس په ګاړی د نامعلومو كسانو د ډزو سخته غندنه كولو سره په پېښه كښې د ډی ایس پی ګل محمد خان او د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څركندونه كړې ده۔خپليو بيان كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔ وزیراعلی ٰ د شهيدانو د لوړو درجو او غمجنو كورنيو د زغم لپاره دعا وكړه۔ وزیراعلیٰ د پولیس اعلیٰ چارواكو ته په ډزو كښې د ككړ كسانو د نيولو لپاره د ضروری کاروائی كولو سپارښتنه وكړه ۔ علی امین ګنډاپور ووئيل د اولس حفاظت لپاره د پولیس اهلکارو په نښه كول يوه ناوړه او د غندنې وړ پېښه ده،د صوبے امن و امان او تحفظ لپاره د پولیس قربانۍ مثال لري۔ وزیر اعلی د شهيدانو كورنيو لپاره شهيدانو پیکج ترمخه مالی مرستې اعلان کولو سره پولیس چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د شهيدانو كورنيو له په وخت د شهيدانو پیکج وركولو لپاره ګامونه پورته كړي۔