د خېبرپښتونخوا حكومت د وړوكې اختر په موقع د سركاري رخصتيو اعلاميه جاري كړه

پیښور 05 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت د وړوكې اختر په موقع د سركاري رخصتيو اعلاميه جاري كړه ۔د خېبرپښتونخوا حكومت انتظاميې محكمې لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې پنځه ورځې كار كوونكو دفترونو كښې به د 10 نه تر 12 اپرېل 2024 (د شورو ورځ نه تر جمعې)رخصتي وي او په اونۍ كښې 6 ورځې كار كوونكو دفترونو كښې به د 10 نه تر 13 اپرېل 2024 (شورو ورځ نه تر خالي ورځ)رخصتۍ وي