ګلګت 05 اپرېل (اے پي پي) قراقرم انټرنېشنل پوهنتون د وړوكې اختر رخصتۍ اعلان كړې۔د كے آئي يو د اولسي اړيكو څانګې له مخې پوهنتون به د 8 اپرېل نه تر 14 اپرېل 2024 پورې د وړوكې اختر لپاره بند وي او د اپرېل په 15مه نېټه به د زده كوونكو پشمول اسټاف او فيكلټۍ لپاره بوهنتون د معمول له مخې پرانست وي۔