مردان كښې د ټريكټر ټكر له امله 8 كلن ماشوم په حق ورسېد

پیښور 03 اپرېل (اے پی پی)د مردان په جلاله سيمه كښې د ټريكټر ټكر له امله 8 كلن ماشوم په حق ورسېدلو۔د رېسكيو 1122 مردان وياند له مخې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 مېډيكل ډله د ايمبولينس سره د پېښې ځاې ته ورسېدله او د ماشوم مړے ئې ټي اېچ كيو روغتون ته منتقل كړو ۔د حق رسېدلي ماشوم شناخت د حبيب الله په نوم شوے ۔