پیښور 03 اپرېل (اے پی پی) پېښور هائي كورټ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په خاص چوكو د غړو څخه به سوګند نه اغستو توهين عدالت كيس كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر ته نوټس جاري كولو سره ځواب اوغوښتو۔جسټس عتيق شاه او جسټس ارشد علي د كيس سماعت وكړو ۔د درخواست كوونكو وكيل دريځ خپل كړو چې عدالت په خاص چوكو د ټاكلو شوو غړو څخه د سوګند اغستو حكم جاري كړے ٬ خو د عدالتي حكم باوجود غړو څخه سوګند نه دې اغستے شوے ۔وكيل ووئيل چې سپيكر او دوهم سپيكر د عدالتي حكم خلاف ورزي كړې٬د هغوي په ضد دې د توهين عدالت كاروائي وكړې شي ٬ په دې عدالت د صوبائي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر ته نوټس جاري كولو سره په راتلونكي سماعت ځواب وغوښتو۔