پېښور ۔ 02 اپریل (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې لارښود ډاكټر عباد الله وئيلي دي د خيبر پښتونخوا حكومت ضد د لاسه په صوبه كښې د سينيټ ټاكنې وځنډولې شوې٬ د صوبائي اسمبلۍ سپيكر په دې معامله خپل كردار ترسره نه كړو۔ میډیا سره خبرو كښې ډاكټر عباد الله ووئيل سپیکر د هاؤس كسټوډين وي خو نن هغه غائب دے۔ سپیکر خپل كردار ترسره نه كړو۔ هغه نه آئين مني او نه قانون۔ ډاکټر عباد اللہ ووئيل دا د صوبې بدمرغي ده چې ګرد هېواد كښې يواځې دلته د سېنېټ ټاكنې نه كيږي