لوئر کوہستان ۔ 01 اپریل (اے پی پی) په لوئر کوهستان كښې د ټرك زرګونه فټه ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه شوي دي۔ د ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر ساجد علی له مخې تحصيل پټن هوائي موړ ته نزدې ټرك ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره زرګونه فټه ژورې كندې ته پرېوتو۔ ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع ترلاسه كېدو سره د ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر په نګرانۍ كښې اېمبولېنسز سره د ډیزاسټر ډلو د پېښې ځايې ته ورسېدل۔ پوليس او ځائي چارواكو د مرستې كارروائي كولو سره دواړه مړي راويستلو سره تحصیل هیډ کوارټر روغتون ته منتقل كړل۔ د مړو شويو كسانو پېژندګلو د 24 كلن حمید اللہ ولد خان بهادر او د 36 كلن سردار علی ولد خان بهادر سکنه شاہ پور الپوری شانګله نامې سره شوې ده۔