پېښور ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) صوبائی الېکشن کمشنر (خېبرپختونخوا) سپيناوې كړې دې چې سینیټ د اليكشن حوالې سره د خيبر پښتونخوا سېكرټري سره بشپړه رابطه كښې دے۔ د سېنېټ الېکشن 2024 حوالې سره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر په بيان د صوبائي الېكشن كمشنر وياند سپيناوې كړې چې د مارچ په 10 مه نېټه 2024 د صوبائي اسمبلۍ سېكرټري سره د ریټرننګ آفیسر د تقررۍ اعلاميه او په 14 مارچ الېکشن پروګرام او پبلک نوټس شئیر كړے شو۔ په 19 مارچ د الېکشن کمېشن آف پاکستان لخوا د سېنېټ ټاكنو او په 2 اپرېل د پولنګ ډے حوالې سره د انتظامات په اړه مراسله هم ولېږلې شوه۔ په 21 مارچ په سېنېټ الېكشن كښې ووټرانو يعني د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو لپاره تحريري هدايات هم د صوبائي اسمبلۍ سېكرټري ته ولېږلې شوو د كومو كنفرمېشن چې په 26 مارچ وكړې شو۔ دغسې سینیټ د اليكشن حوالې سره د خيبر پښتونخوا سېكرټري سره بشپړه رابطه كښې دے ۔