په ګورنر هاؤس پيښور كښې نرښځيانو ته د راشن وركولو دستوره

پېښور۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي لخوا د ګورنر هاؤس پېښور په 76 كلن تاريخ كښې په اولني ځل 300 څخه زيات نرښځيان ګورنر هاؤس ته راوبللې شوو او دوئي ته رمضان پېكج وركړے شو۔ په 11څيزونو د مشتمل فوډ پېكج تر كور رسولو له ګورنر ټرانسجېنډرز (نرښځيانو) ته نغد رقم هم وركړو۔ بې وزله طبقې ګورنر هاؤس ته په رابللو د ګورنر غلام علي مننه وكړه۔ د اتوار په ورځ په ګورنر هاؤس پیښور كښې په دې لړ كښې يوه دستوره وكړې شوه۔ په دستوره كښې د پېښور ميئر حاجی زبیر علی،سابق آئی جی پولیس اخترعلی شاہ، د ټرانسجېنډرز سوسائۍ مشرانو ثوبیه خان،فرزانه، آرزو، بے بی، سعیدہ خان او نورو اړوندو چاروكو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل دوه ورځې مخكښې ستاسو د مسئلو په اورېدو راته ډېر خفګان شوے وو او پرېكړه مې كړې وه چې د ټولنې دې مظلومې طبقې ته به په فوري توګه رمضان پېكج وركولې شي۔ ده وئيل د نرښځيانو په ټولو پېكجونو كښې شاملولو به وزيراعلی سره خبره وكړې شي۔ په دې مهال د پېښور ميئر د روغتيا آسانيو په باوري كولو د ګورنر مننه وكړه چا چې د حيات آباد ميډيكل كمپلېكس اړوندو چارواكو سره رابطه كولو سره نرښځيانو له د جلا كمرو الاټ كولو هدايت كړے وو۔