
لاهور۔31مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د كاركردګۍ جاج اخستو له په لومړي ځل وزارتونو ته ليكلي شوي هدفونه وركړي٬ د حكومت د مثبت پاليسيو له امله د روپۍ قدر مستحكم شوے ٬ په راتلونكو ورځو كښی به اولس ته نورې خوشخبرۍ هم وركړې شي٬ د ټېكس نېټ دائره كار به پراخا كولې شي٬ په بې وزله طبقه به د نورو اضافي ټېكسونو بوج اچولے نه شي٬ هېواد به ډېر زر ستونزو څخه بهر كولو سره د پرمختګ په لاره روان كړؤ٬ پي ټي آئي په خپل دور كښې يوازې سياسي بدل اخستو ته پام وګرځولو٬ كه پي ټي آئي د مسلم ليګ نون د اقداماتو نقل كړے وو نو نن به هېواد د پرمختګ په لوري روان وو۔ د اتوار په ورځ په 180 اېچ ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د كابينې غونډه كښې په غړو زور راوړةو چې د هېود بهترۍ له به د 5 كلونو په موده كښې شپه او ورځ كار كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د وزارتونو د كاركردګۍ د جاج اخستو عزم كړے دے۔ ده ووئيل د معيشت ٬ تجارت ٬ آئي برآمداتو ٬ انډسټري ته وده وركولو او د كاروباري آسانيو پهن شمول ټولو څانګو لپاره وزيراعظم په باقاعده توګه د 70 صفحاتو دستاوېز وزارتونو ته جاري كړې دې۔ وزارت تعلیم ته سكولو څخه بهر ماشومان سكولونو ته د راوستلو په اړه ښكاره هدفونه وركړې شوي دي دغسې د پي اېچ ډي په شمېره كښی د 20 فيصده اضافې هدف هم وزارت تعليم ته وركړے شوے دے۔ ده زياته كړه چې تر 30 اپرېل 2024 د تجارت وزارت ته په كابينه كښې د صنعتي پالېسۍ منظورولو هدف وركړے شوے دے۔ ده ووئيل كركيلې د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري ٬ د كركيلې ٬ پټروليم او توان په شمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ او اصلاحات لپاره هدفونه ټاكلې شوي دي۔ ده ووئيل د ټېكس نېټ دائره كار پراخا كولو له اصلاحات ضروري دي دې لپاره به د اېف بي آر ډیجیټلائزېشن كولې شي۔ ده ووئيل قاچا د هېواد معيشت لپاره ناسور دے د دې مخنيوي لپاره اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل په وفاقي كابينه كښې به د خود احتسابۍ نظام معارفي كولې شي۔ د سوشل میډیا واټس اپ، فېس بک، انسټا ګرام وغیرہ دفترونو په پاكستان كښې د پرانستلو هڅې كوؤ چې ورسره به بېروزګاري ختمه شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ ده ووئيل د كابينه په غونه كښې به وزيرانو څخه د هغوي د وزارت كاركردګۍ په اړه پوښتنه كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په حكومتي خرڅونو كښې ښكاره كمې شوې دې۔ د كابينې غړي تنخا او مراعات نه اخلي۔ دوئي كښې زياتره خپل ذاتي ګاډي كاروي۔ ده ووئيل حكومت د تېلو زيات مصرف كېدو مخنيوي له الېکټرک بائیکس معارفي كوي۔ د پي آئي اے د نجكارۍ په اړه د يوې بوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي آئي اے كلنه خساره 80 اربه روپۍ ده د دې ادارې نجكارۍ سره به په معيشت ښه اغېز پرېوزي۔ ده ووئيل مونږ په خپل پخوانيو دورونو كښې 12 موټروېز جوړې كړې٬ 12میګاواټ برېښنا مو پېدا كړه٬ لېپ ټاپ مو تقسيم كړل ٬ آشیانه هاؤسنګ سكيم مو جوړ كړو٬ هېواد مو ديفالټ كېدو څخه بچ كړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تصدق حسېن جېلاني ښه شهرت لرونكے شخصيت دے ٬ په هغه هېڅ شك نشته٬ د هغه په مشرۍ كښی كمېشن جوړ كړے شوے دے٬ هغه په غوره ډول د خپلو ذمه وارو ترسره كولو صلاحيت لري۔ وفاقی وزیر د بشام پیښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په بشام پېښه كښې پېشرفت شوے دے٬ ككړ عناصر به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د خبريالانو خېر ښېګړې له اقدامات پورته كولې شي۔ ده ووئيل د همت او حوصلې په لاره روان شوې يؤ۔ څيزونه ښه پلو روان شوي دي كه پاك پروردګار ته منظور وي هېواد به ډېر زر يو معاشي قوت جوړ كړؤ۔