
لاهور۔31مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مسيحي ټولنې ته د ايسټر په موقعه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې ايسټر د خوشحالو نورو سره د ګډولو اختر دے۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل مسيحي ټولنې ته دې د ايسټر خوشحالۍ مباركې وي٬ د مسيحي ټولنې په خوشحاليو كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده ووئيل ايسټر په بشري ژوند كښی ښېګړې او ښه صفاتو پلو د مائل كېدو د جذبې عكاسي كوي۔ ده ووئيل مسيحي ټولنه امن خوښوونكې او مونږ لپاره محترمه ده۔ ده ووئيل مسيحي ټولنې نه يواځې دا چې په تحريك پاكستان كښې يۍ برخه اخستې ده بلكې د هیواد په پرمختګ کښې هم پوره رول لوبوي۔ د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د هېواد په تعمير او پرمختګ کښې د مسیحي ټولنې خدمتونه، مینه او تړون له شک پرته دے۔ ده ووئيل قائد اعظم محمد علي جناح په پاكستان كښې ټولو اقليتونو لپاره له كوم مذهب او نسل پرته د آزادۍ او سلامتيا تاكيد كړے دے۔ده وئيل مونږ له به د مينې ، ورورولۍ او یووالي پېغام عام كولو له د خپل عزم پخلے كول وي۔