د امریکا جمهور رئيس جوبائیډن لخوا وزیراعظم شهبازشریف ته چيټۍ ، په منصب سنبھالولو ٬ نوي ټاكلي حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔29مارچ (اے پي پي) د امریکا جمهور رئيس جو بائیډن لخوا وزیراعظم شهبازشریف ته چيټۍ رالېږلې شوې چې پكښې وزیراعظم شهباز شریف ته د وزارت عظمیٰ منصب په سنبھالولو او نوي ټاكلي حکومت لپاره د نیکو هيلو څرګندونه شوې۔ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې نه جاري بیان تر مخه د امریکې صدر چيټۍ كښې وئېلي دي د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه شراکت داري نړۍ او زمونږ د اولس سلامتیا باوري كولو لپاره ډېره مهمه ده ، نړۍ او منطقې ته دا وخت د مهمو چیلنجونو مخ نيوي لپاره به امریکا د پاکستان سره ولاړه وي ۔ جمهور رئيس وئېلي دي د اولس د صحت تحفظ، معاشی ترقي او د ټولو لپاره د تعلیم شريك وژن لرو كوم له به چې په ګډه وده وركوو ، د امریکا پاکستان ګرین الائنس فریم ورک څخه به ماحولیاتي بهترۍ لپاره مونږ خپل اتحاد لا قوي كوو۔ د امریکی جمهور رئيس وئېلي دي تل پاتي زرعي پرمختګ ، آبي انتظام او د 2022 سیلاب د تباهۍ وړ اثرات څخه بحالۍ له به د پاکستان معاونت روان ساتو، د پاکستان سره په ګډه د بشري حقونو تحفظ او د ترقۍ ودې له عزم لرو ، دغسې د دواړو قامونو تر مينځه مضبوطې ملګرتيا له به وده وركوو ۔ هغه وئېلي دي د دواړو هېوادونو اولسونو تر مينځه به نزدې رشتې لا قوي كوو