تورغر 29 مارچ (اے پي پي)د تورغر ډپټي كمشنر په مشرۍ كښې د صحت په اړه د ډسټركټ سټيئرنګ كمېټۍ هېلت غونډه وشوه۔په غونډه كښې د تورغر ډپټي كمشنر ته د آئي اېم يو لخوا د هېلت محكمې د فرورۍ كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ډپټي كمشنر د روغتيا په بنيادي مركزونو كښې د داروګانو شتون او اولس ته د ښو آسانيو وركولو په اړه ضروري هدايات جاري كړل ۔په غونډه كښې د سي اينډ ډبليو ايكسيئن٬د ډسټركټ هېلت ډپټي افسر٬اېس ډي او سي اينډ ډبليو٬ايكسيئن پبلك هېلت انجينئرنګ او د آئي اېم يو هېلت محكمې عهديدارو ګډون كولو۔