پېښور 29 مارچ (اے پي پي)د نوښار په پيرسباق اډه كښې په كورنۍ شخړه ډزو كښې يو كس مړ شو ۔د نوښا رېسكيو 1122 وياند له مخې د اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 د پېښې ځاے ته رسېدلو سره مړے اېم اېم سي روغتون ته منتقل كړو ۔په حق رسېدلي كس شناخت د ريحان الله په نوم شوے چې عمر ئې 33 كاله دے۔