پاكستان كښې د چينائي وګړو٬پروژو او ادارو تحفظ باوري كولو لپاره به خپلو چينائي وروڼو سره په ګډه كار كوو۔د خارجه دفتر ويانده

اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)پاكستان وئېلي دي بشام سره نزدې د ترهه ګرۍ بريد نه پس د چين حكومت سره په رابطه كښې يو چې پكښې د 5 چينائي وګړو د ځانونو زيان شوے۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل مونږ د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو انصاف سره مخ كولو له عزم لرو۔دې ووئيل دا ډول ناوړه كاروائي د هر ډول ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاكستان عزم ته نور هم تقويت وركوي۔وياندې ووئېل پاكستان او چين وروڼه هېوادونه دي٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې بشام كښې د ترهه ګر بريد منصوبه بندي د پاك چين دوستۍ دښمن كړے۔د خارجه دفتر وياندې ووئېل مونږ به په ګډه د دغسې ټولو قواؤ په ضد به عزم سره كاروائي كوو او هغوي ته به ماتې وركولې شي۔دې ووئيل په پاكستان كښې د چين وګړو٬پروژو او ادارو تحفظ باوري كولو لپاره به پاكستان خپلو چينائي وروڼو سره په ګډه كار كوي۔