هېواد ته د پېښو ټولو چیلنجز مقابلې لپاره قوي معیشت کلیدي حیثیت لري ، وزیراعظم محمد شهباز شریف

اسلام آباد۔28مارچ (اے پي پي)وزیراعظم محمد شبباز شریف وئېلي دي هېواد ته د پیښو ټولو چیلنجونو مقابلې لپاره قوي معیشت کلیدي حیثیت لري ۔ ده دا خبره د نیول هیډ کوارټرز دورې په مهال وكړه ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ څخه د جاري بیان تر مخه وزیراعظم محمد شهباز شریف د وفاقي وزيرانو سره د نیول هیډ کوارټرز دورہ وكړه ، د پاک بحریه مشر ایډمرل نوید اشرف د وزیراعظم هر كلے وكړو او وزیراعظم ته د پاک بحریه يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې کړو۔ وزیراعظم د شهيدانو په یادګار د ګلونو څادر هم وغوړولو او بيا د نیول ھیډ کوارټرز د پرنسپل اسټاف آفیسرز سره د ده تعارف وكړے شو ۔ ملاقات کښې د سيمه ايزې بحري سلامتیا په چارو او د پاک بحریه په آپریشنل چمتوالي خبرې وشوې ۔ امیر البحر وزیراعظم ته د پاک بحریه په کردار، صلاحیتونو او په سباون كښې د جدت راوستلو منصوبو به اړه ووئېل۔ دې نه پس ډپټي چیف آف نیول اسټاف (آپریشنز) د اړخه به موجودہ سمندري صورتحال، پاک بحریه ته په پیښو چیلنجونو او د هغو مقابلې لپاره د پاک بحريه په غبرګون تفصیلي بریفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته په خاص توګه په میری ټائم څانګه كښې هېواد ته په پیښو او د مستقبل چیلنجونو مقابلې لپاره د پاک بحریه د كار استعداد زياتولو لپاره د ضروریات په اړه هم ووئېل شول ۔ دغسې د میري ټائم سیکټر د معاشي ګټې او اقدامات په اړه هم خبر كړے شو۔ وزیراعظم د محدود وسائلو باوجود د هېواد بحري مفادات تحفظ له د پاک بحریه د خدمات ستائنه وكړه ۔ ده په نیول ایئربیس تربت كښې د ترهه كړۍ بريد په ناكامه كولو د پاک بحریه د پیشه ورہ غبرګون په خاص توګه ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې هېواد ته د پیښو ټولو چیلنجونو مقابلې لپاره قوي معیشت کلیدی حیثیت لري ۔ په آخر كښې وزیراعظم د پاک بحریه د کمانډ آپریشن سینټر دورہ هم وكړه ۔ دغسې نیول چیف د وزیراعظم دورې او په بحریه د اعتماد مننه وكړه ۔ دوي باور وركړو چې پاک بحریه به د اللہ سبحانه و تعالی په فضل د هېواد د سمندري پولو او د بحري مفادات دفاع دوامداره ساتي او د امن او جنګ دواړو ذمه وارۍ به په غوره ډول تر سره كوي ۔