اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي په سوشل ميډيا تر ټولو لويې چېلنج جعلي خبرونه دي٬خبريالانو له په سوشل ميډيا د تصديق عمل خپلول پكار دي۔دا خبره ده د برتانيې هائي كمېشن پوليټيكل قونصلر مس زوئي ويئر سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔مس زوئي ويئر د مسلم ليګ(ن)حكومت په جوړېدو او عطاﺀ الله تارړ ته د اطلاعات وزارت په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه به اړيكو٬د ميډيا په څانګو كښې د مرستې ودې پشمول بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوی۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير په دې موقع خبرو كښې ووئيل د مس انفارمېشن٬ډس انفارمېشن او فيك نيوز د ټولې نړۍ مسئله ده او په دې د قابو موندلو ضرورت دے۔ده ووئيل په سوشل ميډيا تر ټولو لوئي چېلنج جعلي خبرونه دي٬خبريالانو له په سوشل ميډيا د تصديق عمل خپلول پكار دي۔ده ووئيل د سوشل ميډيا په اړه به ټولې نړۍ په ګډه ضابطه اخلاق جوړول وي۔په ملاقات كښې د فلم او ډرامو په څانګو كښې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔مس زوئي ويئر د پاكستان او برتانيې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره خپل بشپړه مرستې باور وركړو۔