د ترهه ګرۍ پېښو كښې د زياتوالي ترمخه د پولې صورتحال كښې د بنيادي بدلون راوستو ضرورت دے۔د دفاع وزير خواجه آصف

اسلام آباد 27مارچ(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د ترهه ګرۍ پېښو كښې د زياتوالي ت رمخه د پولې صورتحال كښې د بنيادي بدلون راوستو ضرورت دے۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه وېب سائټ ايكس خپل بيان كښې خواجه آصف ووئېل په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ جرړې په افغانستان كښې دي او زمونږ د هڅو باوجود كابل په دې لړ كښې كوم پېشرفت نه كوي بلكې د ترهه ګرۍ اډې د هغوي د علم باوجود د دغې خاورې څخه د پاكستان په ضد آزادانه توګه چلولې شي٬ ده ووئېل پاك افغان پوله د ټولې نړۍ د روايتي پولې څخه مختلف ده۔