د سمندر پورې پاكستانيانو د چارو وفاقي وزیر چودھري سالک حسین سره د ترکیه سفیر ډاکټر مهمت پاچاجي ملاقات

اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي)د سمندر پورې پاکستانیانو د چارو او د بشري وسائلو د پرمختګ وفاقي وزير چودھري سالک حسین سره د ترکیه سفیر ډاکټر مهمت پاچاجي د شورو په ورځ ملاقات کړے ۔ ملاقات کښې د دوه اړخيزه چارو او د سمندر پورې پاکستانیوں په مسائلو تفصیلي خبرې شوي ۔ وزارت نه د حاري خبر تر مخه د ترکیه سفیر چودھري سالک حسین ته د سمندر پورې پاکستانیانو او د انساني وسائلو د ترقۍ په وزارت سنبھالولو مبارکي وركړې ۔دغس ېوفاقی وزیر د ترکیہ د سفیر مننه وكړه ۔ ده ووئېل د پاکستان پړیښودونكې د هېواد په معیشت كښې د ملا د تير کردار ادا کوي ۔ حکومت به د هغوي مسائل حل کولو لپاره هر ممکن اقدامات کوي ۔ چودھري سالک حسین ووئېل ترکیه زمونږ ورور اسلامي هېواد دے او دواړه هېوادونه عمر له د يو بل سره ولاړ پاتې شوي ۔ ده د تركيه د خلقو د پیشه ورہ مهارت ستائنه وكړه او د هغوي د خدمات نه د استفادې عندیه ئې وركړه