د وزيراعظم په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډې په مهال د ټولو رياستي وسائلو په كارولو د ترھګرۍ بشپړه مقابلې كولو له د عزم پخلے ٬ د بشام ترهګرې پيښې دې په ګډه پلټنې وكړې شي۔ شهباز شريف

اسلام آباد۔27مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د داسو هائیډل پاور پراجیکټ په كار كوؤنكو چينائي وګړو د ترهګر بريد څخه وروستو بېړنۍ غونډه وكړې شوه په كومه كښې چې د ټولو رياستي وسائلو په كارولو د ترھګرۍ په بشپړه ډول د مقابلې كولو عزم تكرار كړے شو او وزيراعظم هدايت وكړو چې د دې پېښی دې په ګډه پلټنې وكړې شي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په داسو هائیډل پاور پراجیکټ د كار كوؤنكو چينائي وګړو په بشام كښې د ترهګر بريد څخه وروستو بېړنۍ غونډه وشوه په كومه كښې چی وفاقی وزيرانو ، د پاك پوځ سرلښكر ، اعلی وزيرانو ، چیف سېكټريز او آئي جيز پولیس ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په پاكستان كښې په پرمختيائي منصوبو د كاركوؤنكو بې ګناه وګړو د ترهګر بريدونو د لارې په نخښه كېدو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم په بريد كښې د وژلے شوو چينائي وګړو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره هغوي ته باور وركړو چې په دې وحشيانه فعل كښې ككړ مجرمان به ډېر زر انصاف سره مخ كړې شي۔ وزيراعظم د پاكستان او چين اولس ترمينځه تلپاتې ورورولي رامخې ته كولو سره ووئيل ټول اولس د چينائي وګړو په ځاني زيان غمجن دے۔ ده د قانون نافذ كوؤنكو ادارو او ځايي خلقو لخوا په بريد فوري ردعمل وستائلو په كوم كښې چې يو شمېر قيمتي ځانونه بچ كړے شوؤ۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د رياست ټول وسائل كارولو سره دې د دې پېښې پلټنې وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل ترهګري يوه نړيواله خطره ده كومه چې د پاكستان دښمنانو د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ مخه نيولو لپاره كارولې ۔ ده ووئيل د پاك چين ملګرتيا په نخښه كوؤنكو مقصد د دواړو ترمينځه د بې باورۍ فضا رامخې ته كول دي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو هېواد څخه د ترهګرۍ نوغي ويستلو له عزم ښكاره كړو۔ د غونډې په مهال د پاك پوځ سرلښكر جنرل سید عاصم منیر هېواد ته پېښ د ترهګرۍ چېلنج ختمولو له د وسله والو ځواكونو عزم تكرارولو سره ووئيل قام د تېرو دوو لسيزو څخه د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي او د پاكستان دښمنان ئۍ په خپلو ارادو كښې ناكامه كړي۔ د پوځ سرلښكر د ترھګرۍ په پېښو كښې د اوسني زياتوالي په اړه ووئيل د پاكستان دښمنان يو وارې بيا د رياست او د پاكستاني اولس د حوصلې او عزم په اندازه لګولو كښې تېروتلي دي۔ ده ووئيل مونږ به د ترھګرۍ په ضد جنګ تر هغه وخت جاري ساتؤ تر كومې چې دلته كار كوؤنكو غېر ملكي مېلمنو ته په كږه سترګه كتونكي ترهګر ختم شوي نه وي۔ ده ووئيل مونږ به دا خبره باوري كولو كښې هېڅ كمے نه كوؤ چې هر بهرنے وګړے په خاص توګه چينائي وګړي كوم چې د پاكستان سوكالۍ لپاره خپل كردار ترسره كوي په پاكستان كښې محفوظ پاتې شي۔ ده ووئيل مونږ به بشپړه قوت سره د ترهګرۍ وروستۍ ګھړۍ مقابله كوؤ۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د رياست ټولو ترلاسه وسائل كارولو سره د ترهګرۍ د بشپړه مقابله د عزم پخلے وكړو۔