د پاکستان او ترکیه روان مالي كال كښې تجارتي حجم ، ترکیه ته د پاکستان برآمدات په كلنه توګه 12.48 فیصد زيات شول ، درآمدات كښې 0.13 فیصد کمے راغلے

اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي) د پاکستان او ترکیه ترمينځه د تجارت حجم د روان مالي كال په مهال زيات شوے، د مالي كال په وړومبنو 8 مياشتو كښې ترکیه ته د پاکستان برآمدات په كلنه توګه 12.48 فیصد زيات شوي او درآمدات كښې 0.13 فیصد کمے ریکارډ كړے شوے۔د سټیټ بینک نه جاري شمېرو تر مخه د روان مالي كال په وړومبو 8 مياشتو كښې ترکیه ته برآمدات څخه هېواد ته 233.11 ملین ډالر راغلي كوم چې د تېر كال دغې مودې په مقابل 12.48 فیصد زیادت دي ، د تېر مالي كال دومره مودې په مهال ترکیه ته برآمدات څخه 207.24 ملین ډالر زرمبادله تر لاسه شوې وه۔ په فروري 2024 كښې ترکیه ته د پاکستان برآمدات 28.41 ملین ډالر ریکارډ كړے شول كوم چې د جنورۍ نه 24.07 ملین ډالر او د تېر كال فروري كښې 21.19 ملین ډالر وو ۔ په مالي كال 2023 كښې د ترکیه پاکستان برآمدات 323.32 ملین ډالر ریکارډ كړے شوي وو ۔