پاکستان او چین د بشام ترهه ګرۍ ناوړه فعل مجرمان د انصاف سره مخ كولو لپاره قوي عزم لري ، وزیراعظم محمد شهباز شریف ټویټ

اسلام آباد۔26مارچ (اے پي پي )وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي پاکستان او چین بشام كښې د ترهه ګرۍ ناوړه فعل مجرمان انصاف سره مخ كولو لپاره قوي عزم لري ۔د ګل په ورځ په سوشل میډیا ایکس يو پوسټ كښې وزیراعظم ووئېل ما د چين سفارتخانې دورہ وكړه ٬ دغسې چې د ترهه ګرۍ په دې ناوړه فعل تعزیت وكړم چې پكښې يو پاکستانے او 5 چینائي وګړي وژلے شوي ۔ ده ووئېل زمونږ ہمدردۍ او دعاګانې د ځپليو او د هغوي د كورنيو سره دي ، د پاک چین دوستۍ په خلاف د دې بريد سخته غندنه كوم۔ ده ووئېل دواړه هېوادونه د دې ناوړه فعل مجرمان د انصاف سره مخ كولو لپاره د خپل قوي عزم څرګندونه کوي ۔