د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال په ګوادر پاور پلانټ د کار ګړندي كولو سپارښتنه

اسلام آباد۔26مارچ (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ٬ ترقۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال اړوندو چارواكو ته د ګوادر پاور پلانټ جوړولو كار كښې د بيړې كولو سپارښتنه كړې او ګوادر كښې د بجلۍ باوري كولو لپاره ئې د حکومت په زړه پورې اقدامات پخلے هم كړے ۔ وفاقي وزیر دا سپارښتنه د ګوادر پاور پلانټ د كار پیشرفت جاج اغستو له د غونډې مشرۍ كښې كړې ۔ غونډه كښې د وزارت چارواكو ، منیجنګ ډائریکټر، پرائیویټ پاور، انفراسټرکچر بورډ (پي پي آئی بي)، د چین سفارت کمرشل منسټر کونسلر، یانګ ګوانګ یوان او نورو سټیک هولډرز ګډون كولو ۔واضحه دې وي پي پي آئي بي ګوادر كښَې په 300 میګاواټ کول پاور پراجیکټ کار کوي ،دا منصوبه د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پیک) په ترجیحي فهرست كښې ده او دا د منطقې د توان بنیادي ډھانچې او اقتصادي ترقۍ لپاره ډېر اهميت لري ، ده ووئېل ګوادر كښې د بجلۍ وركړه ضروري ده او په دې كښې به كوم تاخیر قبول نه كړے شي ۔ وفاقي وزیر ووئېل موجودہ حکومت د سي پیک په فیز 2 عملدرآمد ګړندے كړے او دا ئې د 5 نوو اقتصادي راهدارو سره مربوط کړے ،ګوادر پورټ سټي ، نیو ګوادر انټرنیشنل ایئرپورټ او ایسټ بے ایکسپریس وے ترقي به د ګوادر ښار د يو سمندري تجارتي مرکز او د منطقې په يوه نوې سمارټ بندرګاہ بدل كړي ، ګوادر كښې د سي پیک تر مخه لويو منصوبو كښې ګوادر پاور پلانټ، د ګوادر مجي مارو له 2000 بوټ انجڼې وركول ، خضدار-پنجګور ټرانسمیشن لائن كوم چې مکران د نیشنل ګرډ سره تړي او د نیو ګوادر انټرنیشنل ایئرپورټ شاملې دي