په غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره د سلامتي كونسل په قرارداد عملدرآمد ضروري دے٬د آزاد رياست لپاره به د فلسطينيانو وروڼو هلو ځلو ملاتړ روان ساتو۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونه خوشبينه ګرځولو سره په دې امر زور راوړے چې په دې قرارداد عملدرآمد ضرورې دے٬د عملدرآمد نه بغېر به دا قرارداد بې مقصده وي٬پاكستان به د آزاد رياست لپاره د خپلو فلسطينيانو وروڼو هلو ځلو ملاتړ له بشپړ غږ پورته كوي۔ده د نهې په ورځ زيات ټيكس وركوونكو كسانو٬كمپنو او برآمد كوونكو لپاره ايكسي لينس ايوارډ دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره د امنيتي كونسل په قرارداد عملدرآمد باوري كړي ٬په دې قرارداد عملدرآمد ضرورې دے ٬د دې نه بغېر به د دې قرارداد كوم مقصد نه وي۔ده ووئيل په غزه كښې په بې ګناه فلسطينيانو جاري ظلم او جبر په مستقل توګه بندول پكار دي۔په غزه كښې په 6 مياشتو كښې د مېرمنو ماشومانو پشمول په زرګونو فلسطينيان شهيدان شوي۔وزيراعظم ووئېل د نړۍ مهذب هېوادونو د دې بربريت او بدترين فسطائي هتهكنډو غندنه كړې۔ده ووئيل په دې بربريت كښې چې څومره ماشومان شهيدان شوي د دې مثال نه ترلاسه پخوا نه موندلے كېږي