ډي آئي خان كښې د امنيتي ځواكونو عمليات٬ 4 ترهه ګر ووژل شول

پینډي 26 مارچ (اے پی پی)امنيتي ځواكونو په ډېره اسماعيل خان كښې د عملياتو په مهال په ډزو كښې 4 ترهه ګر وژلې دي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې امنيتي ځواكونو په ډېره اسماعيل خان كښې انټيلي جنس بيسډ عمليات كړي چې په نتيجه كښې يې څلور ترهه ګر وژلې شوي۔په وژلے شوو ترهه ګرو كښې مصطفٰی٬قسمت الله او اسلام الدين شامل دي۔د وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي بريد شوي او وژلے شوي د هېواد دښمنه ترهه ګرۍ په ګڼو كاروائي كښې ككړ وو۔