مانسهرہ۔ 25 مارچ (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ سبيكر بابر سلیم سواتي مانسهرہ كښې د ریسیکو 1122 د اړخه د يو طويل کامیاب آپریشن په مهال د خواري كښ په ژوند بچ كولو د ریسکیو 1122 اهلکارو ته په غوره کارکردګۍ پېرزوئنې وړاندې كړي ٬ كه هره سرکاري محکمه د اولسي مفاد تر مخه انساني خدمت له په دغه جذبه کار وكړي نو د دې نه لوئي عبادت بل نشي كېدے ۔ د ګل په ورځ جاري خپل بیان كښې ده ووئېل د صوبائي حکومت د اړخه د وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور په مشرۍ كښې د خدمات څانګه به لا قوي كولې شي ۔ د اولسي نمائندہ په حېث دا زما اول ترجیح ده چې په عام انتخابات كښې چې اولس كوم اعتماد په مونږ كړے هغه برقرار وساتم او ګوند چې كومه مهمه ذمه واري راكړې دا په ښه ډول تر سره كړم