نیلم۔ 25 مارچ (اے پي پي) په آزاد کشمیر كښې په فرورۍ مياشت كښې د شوو بارانونو او واورې ورېددو له امله د ځپلے شوو لپاره د وزیراعظم مالي امداد د نیلم ځپليو ته ورسولے شو ۔ چئیرمین ډسټرکټ ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټي /ډپټي کمشنر راجه عارف محمود د واورې /بارانونو په نتیجه كښې د حق رسېليو ورثانو له 20 لاككه روپۍ ، لږو ځپلو له درې لكه روپۍ سړي سر او د بيخي تباه شوو كورونو لپاره سړي سر د 7 لاكه روپو چيكونه ډپټي کمشنر آفس كښې ځپلو له وركړے شول