سني اتحاد کونسل د مخصوص چوكو جوګه نه دے ، پیښور هائیکورټ تفصیلي فیصله جاري كړه

پېښور۔ 25 مارچ (اے پي پي ) پیښور هائیکورټ د سني اتحاد کونسل د مخصوص چوكو الاټمنټ په اړه د کیس تفصیلي فیصله جاري كولو سره د الیکشن کمیشن فیصله سمه ګرځولې ۔د سني اتحاد کونسل د اړخه د مخصوص چوكو الاټمنټ په اړه د درخواست کیس كښې پېښور هائی کورټ تفصیلي فیصله جاري کړه ۔ په 30 پاڼو مشتمله فیصله جسټس ایس ایم عتیق شاہ ليكلې دغسې مختصر فیصله د پیښور هائي کورټ 5 كسيز لارجر بینچ په 14 مارچ اورولې وه ۔عدالت تفصیلي فیصله كښې وئېلي دي چې د پیښور هائي کورټ سره د صوبې د مخصوص چوكو د کیسز اورېدو اختیار شته ، د الیکشن کمیشن نورو سیاسي ګوندونو كښې د مخصوص چوكو د وېش فیصله د آئین آرټیکل 51 ترمخه ده۔ سني اتحاد کونسل د مېرمنو د مخصوص چوكۍ حق دار نه د ے ۔ عدالت فیصله كښې لا وئېلي دي د ټاكلي وخت تېرېدو نه پس د مخصوص چوكو فهرست جمع كېدے نشي ۔پېښور هائیکورټ وئېلي دي عام انتخابات كښې يوه هم چوكۍ نه ګټونكے سیاسي ګوند د مخصوص چوكو جوګه نه دے ، په مخصوص چوكو حق په جنرل الیکشن كښې د برخه اغستونكې سیاسي ګوند وي ، په آئین كښې د صوبائي او قامي اسمبلۍ چوكۍ خالی نشي پړیښودلې كېدې۔د تفصیلي فیصلې تر مخه د پي ټي آئي دا دلیل چې مخصوص چوكۍ نورو ګوندونو ته نشي وركړے كېدے، غیر آئیني دے ۔دغسې الیکشن کمیشن مخصوص چوكۍ په آئیني توګه تقسیم کړي دي ۔۔