
سیالکوټ ۔25 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې ما ته د سيالكوټ ښار عزت راكولو سره په ما څومره احسان كړے دے د دې بدله زما نسلونه هم وركولې نه شي٬ زه چې د عمر په كومه برخه كښې يم د دې هم ادراك لرم۔ ده ووئيل 7 منصوبې دې ښار لپاره زياتې ضروري دي٬ ټول سركاري دفترونه دې ښار څخه بهر منتقل كړې شي٬ جنرل بس سټېنډ دې هم ښار څخه بهر كړے شي٬ په دې لړ كښې به زه د پنجاب وزيراعلی سره ملاقات كوم او خواست به كوم چې دا منصوبې دې په 5 كاله بشپړ كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره شپه د چیئرمېن بورډ آف ګورنرز یونیورسټی آف سیالکوټ فېصل منظور لخوا د افطار او ډنر دستوره كښې ګډون څخه وروستو د وګړو نمائنده غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل كه زما دا دور پايې ته ورسېد نو د دې ښار خذمت لپاره به زما څلوېښت كاله بشپړ شي په دې چې زه د خپل رب څومره هم شكر ادا كړم كم دے۔ ده ووئيل دې ښار لپاره 7 منصوبې زياتې ضروري دي۔ زندان ٬ عدالت او سركاري دفترونو لپاره په 53 اېکړ زمكه مشتمل پارك بايد جوړ كړې شي۔ دغسې سمبړیال، پسرور او سیالکوټ لنك كولو له دې رنګ روډ جوړ كړې شي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې دننه د ټېكنالوجي پوهنتون جوړولو هڅې هم كوم ٬ دغسې اېمن آباد روډ به لاهور موټروے سره لنك كولې شي۔ ده ووئيل دا نزدې د 77 اربه روپو منصوبې دي چې ورسره به د سيالګو وګړو ته زيات ريليف ترلاسه شي۔ د قومي اسمبلۍ غړې سيد نوشين افتخار ٬ د قومي اسمبلۍ غړي علي زاهد حامد ٬ د قومي اسمبلۍ غړي چوهدري ارمغان سجاني او نورو اړوندو شخصياتو د افطار دستوره كښې ګډون وكړو۔