لاهور ٬ نرښځيانو او مخنث وګړو لپاره تربيتي وركشاپ په 20 اپريل كيږي

لاهور۔25 مارچ(اے پی پی) د برتھ ډیفیکټس فاؤنډېشن تر اهتمام لاندې نرښځيان او مخنث وګړي د ټولنې ګټوره برخه جوړولو له 3 ورځنې وركشاپ به په 20 اپرېل علامه اقبال ټاؤن لاهور كښې كيږي۔ د برتھ ډیفیکټ فاؤنډېشن او ټرانسجینډر ری هیبلټیشن ویلفیئر سوسائټۍ چیئرمین او ماهر نفسیات عنصر جاوید ’’اے پی پی‘‘ سره خبرو كښې ووئيل نرښځيانو او مخنث وګړو لپاره په اپرېل كښې لاهور ٬ كراچۍ او اسلام آباد كښې تربيتي وركشاپ كولې شي۔ په دې لړ كښې به په اولني پړاؤ كښې د اپرېل په 20 مه نېټه علامه اقبال ټاؤن لاهور كښې ورکشاپ كولې شي۔ ده ووئيل د ورکشاپ په مهال به فارن کوالیفائیډ بیوټیشن ثمینه علیم د تربيې وركولو ذمه واري ترسره كوي۔ د ورکشاپ په پايه به سرټیفکېټ هم وركولې شي۔ ده ووئيل برتھ ډیفیکټس فاؤنډېشن به د ملازمت موقعې رامخې ته كولو كښې مرسته هم كوي۔ ده ووئيل برتھ ډیفیکټ فاؤنډیشن تر دې دمه په ګرد هېواد كښې د شونډو او تالو 14695 وېړيا اپرېشنونه كړيدي۔ فاؤنډیشن د ځپلي انسانيت خذمت عبادت ګڼي۔ ده ووئيل د برتھ ډیفیکټ فاؤنډیشن تر اهتمام لاندې پروفیسر سرجن ډاکټر افضل شیخ د مستحق وګړو تر دې دمه 241 سرجريز د زكوة فنډ د لارې كړي دي۔