وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقات

پېښور ۔ 24 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره پېښور سره تعلق لرونكو د پي ټي آئي د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقات وكړو۔ وزیراعلی هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د صوبائي سرښار پېښور اولسي مسئلو حل سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غړو سره په خبرو كښې علي امين ګنډا پور ووئيل پېښور زمونږ د ټولو ښار دے٬ د دې تعمير او پرمختګ زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دے٬ پېښور به يو وارې بيا د ګلونو ښار جوړولې شي٬ په پېښور كښې به سټريټ لائټس شمسي توان ته اړولې شي۔ ده ووئيل په پېښور كښې د ټرېفك رش كمولو له به د ټرېن چلولو په منصوبه كار كولې شي۔ ده ووئيل د ښار د نكاسۍ نظام به انډر ګراؤنډ كولې شي۔ ده ووئيل د اولس خذمت پياوړې كولو له به د صوبائي حكومت په ټولو خپلواكه ادارو كښې د مېرټ په بنياد محنتي او پروفېشنل كسان تعينات كولې شي٬ په دې لړ كښې به كوم سياسي سفارش قبلولې نه شي۔ ده ووئيل بلدیاتی حکومتونه به خپلواكه او مستحكم كوؤ دغسې چې د خلقو مسئلې په ځايې كچه حل كړې شي۔