پېښور ۔ 23 مارچ (اے پی پی) په مردان ضلع كښې 23 مارچ د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره ولمانحلې شوه۔ په دې موقعه د مردان ضلعې په بېلو سكولونو كښې پروګرامونه وشول په كومو كښې چې هرې يو طبقې سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د سكول ماشومان او انجونو تقريرونه وكړل او پاكستان سره يۍ د ملي سندرو د لارې د خپل عقيدت څرګندونه وكړه۔