
پېښور 22 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ډي آئي خان كښې د امنيتي ځواكونو په قافله د بريد غندنه كولو سره په بريد كښې د دوه امنيتي ځواكونو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او يو والي څرګندونه وكړه۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړي دي٬ د هېواد امن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو امنيتي ځواكونو مېړنو فرزندانو قربانيو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل دا ډول بزدلانه پېښې د امنيتي ځواكونو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ وزيراعلٰی ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قوم امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے