كوهاټ كښې په يو كور كښې د سلنډر چاؤدنې پېښه ٬ 6 تنه ژوبل شول

پیښور 22 مارچ (اے پي پي)د كوهاټ په ملنګ آباد سيمه كښې د پېشمني په وخت په يو كور كښې د سلنډر چاودنې پېښې له امله 6 تنه ژوبل شوي چې پكښې درې ماشومان او درې ميرمنې شامل دي۔ د كوهاټ رېسكيو 1122 وياند له مخې د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د رېسكيو مرستې ډله د پېښې ځاې ته ورسېده او ژوبل شوي د كوهاټ ډسټركټ هيډكوارټر روغتون ته منتقل كړل چرته څخه چې درې زيات ژوبل شوي د ایمبولینسز د لارې پېښور ته منتقل كړې شوي دي۔