پیښور ٬ د 7 مارچ نه تر دې دمه په 25 سوه دوكاندارانو 1 كروړ 34 لاكه او 23 زره جرمانه لګولې شوې ۔ سېكرټري خوراك

پیښور۔21مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتتونخوا د خوراك سېكرټري ظريف المعاني وئېلي دي د ګرانۍ قابو كولو لپاره اقدامات روان دي ٬ په ټوله صوبه كښې 334 مانېټرنګ ډسك جوړ كړے شوي ۔ د خوراك محكمې د اړخه جاري بيان تر مخه د خوراك سېكرټري وئېلي دي یه خېبر پښتونخوا كښې د ګرانۍ قابو كولو لپاره اقدامات روان دي ٬ په ټوله صوبه كښې 334 مانېټرنګ ډېسك جوړ كړے شوي ۔ ده ووئېل 308 دوكانونه په ګرانۍ 17 لاكه جرمانه كړے شوي ٬ دغسې تېره ورځ 303 دوكانونه سيل كړے شول او دوكانداران زندان ته لېږلے شوي۔د خوراك سېكرټري ووئېل د 7 مارچ نه تر اوسه د 52 زره دوكانونو څارنه شوې او ټول 25 سوه دوكانداران 1 كروړ 34 لاكه 23 زره روپۍ جرمانه كړے شوي ۔