پیښور ۔21 مارچ(اے پي پي) د مردان پوليس په وخت كاروائي كولو سره د قتل تورن په 24 ساعته كښې ونيولو ۔د مردان پوليس وياند ترمخه د صدر تهاڼې په حدود كښې ګوجرو ګړهۍ كښې په زباني تكرار عاصم الرحمان وژلے شوے ؤ ۔د پیښې اطلاع په تر لاسه كېدو اېس اېچ او صدر تهاڼه دروېش حسن خان د پوليس نفرې سره په كاروائي كولو تورن اعجاز ٬ شهزاد او راشد چې د ګوجرو ګړهۍ اوسېدونكې وو په 24 ساعته كښې نيولې دي۔تورنو څخه طمانچه برامد شوې ۔دغسې پوليس د لا كاروائۍ لپاره تورن صدر تهاڼې ته منتقل كړي