خېبرپښتونخوا كښې د سېنېټ ټاكنو لپاره د مراد سعيد٬اعظم سواتي او خرم ذيشان كاغذات مسترد شول ٬ د فيصل جاويد٬نور الحق قادري او اظهر مشواني كاغذات منظور شول

اسلام آباد20مارچ(اے پی پی) په خېبرپښتونخوا كښې د سېنېټ ټاكنو لپاره د مراد سعيد٬اعظم سواتي او خرم ذيشان كاغذات مسترد كړې شوي٬ د فيصل جاويد٬نور الحق قادري او اظهر مشواني كاغذات منظور شوي۔ريټرننګ افسر د اسكروټني نه پس فهرست جاري كړو ۔په خېبرپښتونخوا كښې د سېنېت 7 جنرل چوكو٬ دوو مېرمنو او 2 ټيكنو كريټ چوكو باندې ټاكنو لپاره د اسكروټني عمل بشپړېدو نه پس فهرست جاري كړے شوے ۔په جنرل چوكو 25 كانديدانو كاغذات جمع كړي وو چې پكښې د 16 كانديدانو كاغذات منظور كړے شوي او د 9 كانديدانو كاغذات مسترد كړے شوي ٬ چې د كومو كسانو كاغذات مسترد كړے شوي په هغوي كښې مراد سعيد٬خرم زيشان٬پخوانے وزيراعلٰی محمود خان هم شامل دے۔په جنرل چوكو د فیصل جاوید، مرزا آفریدي ، اظهر مشواني ، نورالحق قادري ، دلاور خان، عرفان سلیم او فدا محمد كاغذات منظور كړے شوي۔ د ټيكنو كريټ دوو چوكو لپاره د 10 كانديدانو كاغذات جمع شوي چې پكښې د 2 كانديدانو كاغذات مسترد كړے شوي۔چې پكښې اعظم سواتي او حماد محمود چيمه شامل دي۔په ټيكنو كريټ سيټ د كاغذات منظورېدونكو كښې نورالحق قادري٬ارشاد حسېن او دلاور شامل دي۔دغسې د دوو مېرمنو چوكو لپاره 7 كانديدانو كاغذات جمع كړي وو چې پكښې يواځې د حميده شاهد كاغذات مسترد شوي او د روبينه خالد٬عائشه بانو٬روبينه ناز٬مهوش علي٬بيګم طاهره او شازيه كاغذات منظور كړے شوي۔