په فلسطين كښې د اسرائيلي كاروائيو په ضد پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے شو

لاهور 20مارچ (اے پی پی)پنجاب اسمبلۍ كښې فلسطين كښې د اسرائيلي كاروائيو په ضد قرارداد جمع كړے شوے ۔د پنجاب اسمبلۍ وياند له مخې قرارداد د مسلم ليګ(ن)حنا پروېز بټ لخوا د شورو په ورځ جمع كړے شوے۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان په فلسطين كښې د اسرائيلي درندګۍ او وحشيانه كاروائيو په ضد احتجاج كوي ۔ اسرائيل ظالم د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي۔د فلسطينيانو قتل عام د انسانيت نسل كشۍ مترادف دے۔د فلسطينيانو قتل عام به په هر صورت مخ نيوې كول وي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې د جنګ بنډۍ لپاره خپل كردار ادا كړي