د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د ذوالفقار علي بھټو اتل ګرځولو قرارداد منظور کړو

ګلګت ۔19مارچ (اے پی پی) د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د ذوالفقار علي بھټو اتل ګرځولو قرارداد منظور کړے ۔ ډپټي سپیکر سعدیه دانش د اسمبلی 28 مه غونډه كښې د سپریم کورټ آف پاکستان لخوا د ذولفقار علی بھټو سزا په اړه د راغلې متفقه پرېكړې په بنیاد اسمبلۍ ته يو قرار داد وړاندې كړو چې پكښې وئېلې شوي چې سپریم کورټ آف پاکستان دا خبره تسلیم کړې چې ذولفقار علی بھټو ته د فئیر ټرائل حق نه دے وركړے شوے ۔ د قرار داد په متن كښې وئېلې شوي د بھټو شهادت څخه پاکستاني سماج،ریاست او سیاست ته ناقابل تلافي زيان رسېدلے د كوم اثرات چې لا تر اوسه محسوسېږي ۔ په قرار داد خبرو كښې اپوزیشن لیډر امجد حسین ایډووکیټ ووئېل د خپلو مشرانو د چا سره چې پخوا ظلم شوے د هغوي يادونه هم د ژوندو قامونو مثال دے ۔۔د بھټو كورنۍ په كور كښې چې كوم شهادتونه شوي هغه په كومه ذاتي غليمۍ كښې نه دي شوي بلکې د پاکستان اولس لپاره ئې ځان وژلے دے۔زمونږ مدعا دا وه چې زمونږ لیډر قاتل نه بلکې اتل وګرځوې۔ دغسې نواز خان ناجي ، جاوید علی منوا او کاظم میثم شهید ذوالفقار علي بھټو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د قانون وزير سید سهیل عباس، وزیر داخله شمس الحق لون د غونډې نه بهر لاړل او نورو غړو د كوم اعتراض نه غېر قرار داد په يوه خله منظور کړو ۔