پېښور۔ 18 مارچ (اے پي پي ):خیبرپښتونخوا كښې د سینیټ په چوكو د 12 انتخابي امیدوارانو د کاغذنود نامزدګۍ جانچ پړتال مکمل شو ، خیبرپښتونخوا كښَې د سینیټ 7 جنرل او 2،2، د مېرمنو او ټیکنوکریټ په خالي چوكو په صوبائي الیکشن کمیشن كښې د اسکروټني لپاره ټوله ورځ د امیدوارانو هله ګول روانه وه ۔ د پيټي آئي عرفان سلیم، قاضي انور، عائشه بانو، د جمیعت علمائے اسلام مولانا عطاء الحق درویش، د مسلم لیګ ن تاج محمد آفریدي پشمول د 12 امیدواروانو د کاغذونو جانچ پړتال مکمل شو۔ د کاغذونو منظورۍ او مسترد كېدو په ضد به اپیلونه په 21 مارچ داخلېږي او په دغه اپیلونوبه فیصله تر 25 مارچ كولې شي ٬ تر اوسه په مجموعي توګه 42 امیدواروانو کاغذات جمع کړي دغسې د دې نه علاوہ په جنرل چوكو 25 ، د مېرمنو 7 او دټیکنوکرټس لپاره 10 امیدوارانود نامزدګۍ کاغذات جمع کړې دي