
پېښور ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډا پور د سوئيلي وزيرستان په راغزئي سيمه كښې د كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ د 6 كسانو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ځپلي كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ووئيل د قيمتي ځانونو په زيان راته سخت افسوس شوے دے٬ د ځپلې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده اړوندې ضلعي انتظاميې ته ځپلې كورنۍ ته د فوري ريليف او ژوبل شويو ته د طبي مرستې وركولو هدايت وكړو۔