
سیالکوټ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د مير علي بريد ترهګر به خپل انجام سره مخ كولې شي٬ د ترهګرۍ نوغې ويستلو كښې به ضرور كامياب شوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په خپله استوګنه كښې يو خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ پاك پوځ ځانګړې قربانۍ وركوي٬ تېره ورځ د ترهګرو په يو بريد كښې د كرنل او كېپټن په شمول څلور ځوانان شهيدان شول۔ ده ووئيل مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ۔ ده ووئيل د شهيدانو په ضد يو سياسي ګوند په سوشل ميډيا كمپائن وچلولو ٬ د دوئي شهادتونو پسې يۍ خندا وكړه هېواد سره دې څخه زياته دښمني نوره څه كېدې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره يو موټې كېدل ضروري دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ پېښو سره اړوند پېشرفت هم رامخې ته شوې دې۔ د دې ترهګرو سهولت كار ټرېس شوي دي٬ مونږ په افغانستان كښې د ترهګرو د پټو ځايونو خبر هم لرؤ۔ ده ووئيل عزم لرؤ چې د ترهګرۍ نوغې ويستلو كښې به ضرور كامياب شوؤ دې لپاره به ټولو له يو موټې كېدل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوسنيو ټاكنو ته فكس مېچ ويونكي دې څخه وروستو د سېنېټ په ټاكنو كښې بشپړه برخه اخلي۔ كه دا فكس مېچ دے نو بيا دوئي برخه ولې اخلي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل د پي ټي آئي په تېر دور كښې افغانستان څخه د زرګونو په شمېر ترهګر دلته راوستلې شوو او زمونږ د سوؤنو كسانو وژونكو ته معافي وكړې شوه ٬ د دې دلاسه مونږ نن په هېواد كښی د زياتېدونكې ترهګرۍ چپو سره مخ يؤ۔