
لاهور۔17مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) تل د اولس خذمت كړے دے٬ د خپلې حلقې مسئلې حل كول زما ذمه واري ده٬ دا ذمه واري به په زړه پورې ډول ترسره كوم٬ په زيات شمېر كښې د ووټ په راكولو د مسيحي ورورولۍ مننه كوم۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ په خپله حلقه كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د انسان كار ښه نيت سره هڅې كول دي ٬ مونږ به هڅې كوؤ او زمونږ اخلاص به هم وليدلے شي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ له به مسيحي ورورولۍ سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل زه د خپلې حلقې د اولس مننه كوم كومو چې د ووټ د لارې په ما د باور څرګندونه وكړه۔ اوس دا زما ذمه واري ده چې د خپلې حلقې د اولس خذمت وكړم۔