كوز دير ۔۔۔15 مارچ (اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) لخوا په كوز دير كښې د بارانونونو د لاسه د ځپلې شويو كورونو مالكانو ته د قدرتي آفتونو په مد كښې معاوضه وركړې شوه۔ ایډیشنل ډپټی کمشنر (ریلیف اینډ هیومن رائټس) طارق حسین په اولني پړاؤ كښې 40 ځپليو كورنيو ته د معاوضې چېكونه وركړل۔ 7 كسان حاضر نه شول هغوي ته به ډېر زره چېكونه وركړې شي۔ د دير درې كسان په اوسنيو بارانونو كښې په حق رسېدلې دي د هغوي وارثانو ته به د كورنۍ په سر 20 ٬ 20 لكه روپۍ وركولې شي۔