د علي امین ګنډا پور د وزیر اعظم شھبازشریف سره ملاقات په مثبت ډول شوے ، عاطف خان

اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي عاطف خان وئېلي دي د وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا علی امین ګنډا پور د وزیراعظم شھباز شریف سره ملاقات په مثبت ډول شوے ۔ صوبائي او په وفاقي چارو خبرې شوي ۔ ده د جمعې په ورځ پارلیمنټ كښې میډیا سره خبرې كولې ٬ ده ووئېل علي امین ګنډا پور د يوې صوبې وزیراعلیٰ دے ، هغه د وفاق او صوبې معاملات په ښه ډول چلولو لپاره د وزیراعظم شھباز شریف سره ملاقات کړے او د خپلو ترجیحاتو نه ئې خبر كړے ۔ ده يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل په سیاست كښې يو څیز حرف آخر نه وي ٬ د هېواد په چارو ملاقات یا خبرې کول نېك مرغه دي ۔