
پېښور۔ 15 مارچ (اے پي پي ) د وزیراعلی خیبر پښتونخوا علي امین ګنډاپور په مشرۍ كښې د ځنګلات اور ماحولیات محكمې په اړه غونډه تېره ورځ وشوه ۔ په غونډه د ځنګلات صوبائي وزیر فضل حکیم او د محکمې اعلی چارواكو ګډون كولو ۔ غونډه كښې وزیراعلی ته د محکمې په انتظامي چارو، کارکردګۍ ، اھداف او نورو چارو بریفنګ وركړے شو ٬ ۔ صوبه كښې د ځنګلو زياتولو لپاره د بلین ټري پلس پېل كولو پرېكړه وشوه ۔وزیراعلیٰ اړوندو چارواكو ته د مجوزه بلین ټري پلس منصوبې لپاره د ھوم ورک مکمل کولو ،د ځنګلو وهلو مخ نيوي او د محکمې ریونیو زياتولو لپاره د تګلارې جوړولو او د ځنګلي حیات محكمې ته د ماھيانو ساتلو ودې لپاره د عمل وړ تجاویز او ایکشن پلان جوړولو امر وكړو ۔ علي امین ګنډاپور ووئېل په صوبه كښې د ځنګلو غیر قانوني وهلو مخن نيوي لپاره د جرمانو موجودھ شرح خاطر خوا زياته كړئ ، د ټمبر په سمګلنګ نظر لرلو لپاره په چیک پوسټونو سي سي ټي وي کیمرې ولګوئ ۔ده ووئېل د موسمي بدلونونو ناوړه اثرات مخ نيوي له صوبه كښې جنګلات زيات كړئ۔